پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي عبدالغفورلیوال شعرونه
24 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ښاغلى عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمريز د كب د مياشتې په شلمه نېټه د كابل ولايت د موسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى، په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه، لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي او په ژورنالیزم او سیاسی علومو کې يې خپل تخصص د امریکا له مریلند پوهنتون څخه تر لاسه کړی دی.
اوسمهال د افغان ادبي بهیر/ رشاد کره کتنې او د علم او ادب د خپراوي ټولنې غړیتوب لري.
دندې:
- د ( هنداره ) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى.۱۳۷۴ل
- د كابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستيال۱۳۷۶-۱۳۷۴ل
- د افغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانګې غړى۱۳۷۷-۱۳۸۰ل
- په كابل كې د( جګړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول۱۳۸۰ل
- په كابل كې دآزادۍ راډيو دپ ښتو څانګې كتونكى او خبريال۱۳۸۱ل
- د افغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانګې مشر او د دارالانشا وياند۱۳۸۱-۸۲ل
- د افغانستان دوزیرانو شورا فرهنګی سلاکار او د فرهنګی چارو د ادارې ریس ۱۳۸۴
- اوس د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس.
په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو، شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال ددغې جرګې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت يې پرغاړه درلود.
چاپ شوي اثار :
- مخه ښه او دوه منظومې ۱۳۷۶ ل- پېښور
- ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولګه ۱۳۷۷ل-پېښور
- هوسۍ منظومه ۱۳۷۸ل – پېښور
- ارشاك او اوشاس منظومه ۱۳۸۰ل- پېښور
- دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه۱۳۸۱ل كابل
- دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ۱۳۸۱ل- كابل
- كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه۱۳۸۲ل- كابل
- دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور
- نه ته می هیره نه وی د شعرونو مجموعه
له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .
يو شمېر ناچاپ كتابونه هم لري.
په مينه
صديق الله بدر
دا مې غر دا مې شودیاره
دکېږدۍ په پېڅول غوټه ګلابي څادر رپیږي ناوې لرې لارې څاري په کنډو دوړې ښکاریږي زرکه کټ کټ په خنداشوه سلایي يې کړه لمده په…
بشپړ شعر ولولئ ←هېریادونه
داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي زړونو نه دا روې بلا څه غواړي راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم دومره ډیر غمونه له ماڅه…
بشپړ شعر ولولئ ←زما دخوبونو غلې ته!
هر څوارلسم، چې سپوږمۍ پېغله شي او پلوشې یې ورو ورو ومینځې زما…
بشپړ شعر ولولئ ←ګناه او ویاړ
ځمکه ځای نه راکوي چیرته دناستې ، یا دملاستې …
بشپړ شعر ولولئ ←ګلغوټۍ
اې خلکو ! څاه ګانې مو له اوبو غواګانې مو له شیدو اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه ! مېچنې مو تل ګرځنده جوالونه مو…
بشپړ شعر ولولئ ←دابه څه وي؟
چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر یوه له بلې څخه تاوه شي …
بشپړ شعر ولولئ ←