د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالغفورلیوال شعرونه

هېریادونه

 داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي


زړونو نه دا روې بلا څه غواړي


راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم

دومره ډیر غمونه له ماڅه غواړي


هره ورځ سرونه دښامار خوله کې

خلک خبر نه د ي پاچا څه غواړي


مه پوښته دا توندې توپاني څپې

شګو نه ، له جوړې دنیاڅه غواړي
 

ما دې هیرې کړي دي خوږې سترګې

رامې شي خوبونو ته بیا څه غواړي


ولاړه شه یادونو ته او وپوښته

تیره ، هیره مینه له تا څه غواړي


کله چې لېوال په زړه دروګرځي

دومره یې درواخله چې دا څه غواړي
 

۱۳۸۹ ، لیندۍ، ۲۲
د شاعر نور شعرونه ←