د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالغفورلیوال شعرونه

دابه څه وي؟

 چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر


یوه له بلې څخه تاوه شي

                                          راوڅرخیږي

او په هوا کې

درڼا یوه څپه جوړه کړي؟

دادشاعر د معشوقې لاسونه

چې د محبوب لپاره  وناڅي

                                                  په تور کمیس کې

د څوډیوو ترمخې

                               دشپې په توره بخملي فضا کې


دا به څه وي؟

لکه یو سور څراغ چې بل شي

او سترګک ووهي

یا دلمبې په څېر بڅرکي باد کړي

دشپې پر غاړه چاړه وځلوي

دادشاعر د معشوقې ګریوان کې

یو سور ګلاب دی

په نڅا نڅا وږمه خپروي

دا به څه وي ؟

چې لکه ستوري د سهار پر لمن

یو یو راولویږي رڼا کې ورک شي

دادشاعر اوښکې دي

 چې هره ورځ د معشوقې دلاس کوترو ته اوبه ورکوي

او دګریوان پر ګلاب

لکه شبنم پریوځي
 
۱۲غبرګولی ۱۳۹۰
د شاعر نور شعرونه ←