افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دا مې غر دا مې شودیاره
دکېږدۍ په پېڅول غوټه
ګلابي څادر رپیږي
ناوې لرې لارې څاري
په کنډو دوړې ښکاریږي
زرکه کټ کټ په خنداشوه
سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه
ګل غوټۍ ته یې دسترګو لکۍ وکړې
غوړګې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې
لږ په تریو تندي یې وویل:
شال يې ښه نه دی راوړی
ورانوي دکمڅو ولونه.
دماشوم څونډي څپ څپ شو
غلی ناوې ته ورکوږ شو
بوډۍ نیا ورته غوسه شوه
لرې ورک شه ! څونډه کیه
څه پسیږې لکه ښځه
ځه دادا ته دې نارې کړه
اوس به راشي ورا له کوزه
کورت لا نه دي سروویل شوي.
ګل غوټۍ شوه غلې موسکه
ووړ زړګی یې په درزا شو
تر دړۍ لاندې نرۍ خوله شوه ماته
خدایه پزل ! خدایه رحم !
چې دادا راخبر نه شي
چې لالاپه لار کې نه وي!
زرکې سترګه ووهله
له کیږدۍ نه ووتله
ګل غوټۍ دناوې دود کمیس اغوندي
***
دکېږدۍ په پېڅول غوټه
ګلابي څادر رپیږي
دبوډۍ نارې سورې شوې :
هلۍ! خاورې مې په سر شوې
ناوې نشته په کېږدۍ کې
ګل غوټۍ وړه مرغۍ شوه
په اسمان کې یې درګورئ
یا اوبو کې ښاپیرۍ شوه
له څپو سره پناه شوه
هلته بر د کنډو شا ته
باتور بریت په ګوتو تاو کړل
ښکلې ناوې نه يې خوله په مینه غلا کړه
ګل غوټۍ لا رپېدله
له جانانه یې غیږ تاو کړه
آس په پونده دوړې بادکړې
دسیند غاړې ته ورکوز شو
د خم ونو کې پناه شو
باتور غلي غلي وویل
شپه به تیره کړو ځنګله کې
سبا اوړو له تور غره نه .
***
ورا روانه ده په لاره
زوم په آس باندې خوب وړی
په نکریزو یې سره ږیره
باد ته اوړي لکه سپانده
دآس زین لاندې یې پټه
صدفي ښایسته لکړه
دکېږدۍ په پېڅول غوټه
ګلابي څادر رپیږي
په دادا زلزله ګډه
دولور میږې میراتې
اوښ اینډه پروت په یو اړخ دی
تغاره دکوروتو سپینه
د تودو جواریو شکور ته
کاکلۍ چرګه نښتې
خړه خره ورته ولاړه
***
تورو غروکې نرۍ لاره
دآس پوندې پولادي دي
ناوې سره لاسونه ایښي
د زلمي مین په غاړه
ګلسرک په کمره ناسته
د سونګوري په بوی مسته
چغ چغاکې داسې وايي :
په للمیو باران اوري
دامې غر دامې شودیاره
دکوچانو ناوې ولاړه .
۱۶وری ۱۳۸۹