پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
اغلي نجيبه سارا بياباني شعرونه
25 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
آغلې نجيبه سارا بياباني په ۲ د اپرېل، ۱۹۶۳ زېږيز کال کې د کندهار په ښار کې زېږېدلې ده، خو پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې کابل، د پغمان ولسوالۍ، د سينو بابا کلی دی. نوموړې د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، د کنډک مشر حضرت مير خان لور او د عبدالکريم خان لمسۍ، په خټه ابراهيمخېله پښتنه ده
زده کړې
دغې پښتنې شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل د رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي. کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالو يې د ژوند شريک ترې واخيست او دا د خپلو بچو سره يواځې پاتې شوه نو بيا يې په رسمي چارو کې د دندو سره سره خپلې لوړې زده کړې هم پيل کړې او تر يوه کاله، د ژورناليزم پوهنځي کې، په خپلو زده کړو هم بوخته وه، خو بيا په افغانستان کې د ګډوډۍ او کورنيو جګړو له امله يې لوړې زده کړې ترې نيمګړې پاتې شوې.
دندې
نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې ګڼ شمېر دندې ترسره کړي. د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو نه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال نه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. د افغانستان په راډيو کې يې لومړنۍ دنده د ماشومانو د خپرونې د وياندۍ نه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوګ په برخه کې يې تمثيل زده کړ. تر څه مودې کار ورورسته بيا د هنر او ادبياتو په څانګه کې د حرف خوش صدای خوش و آهنګ خوش، جمعه او زموږ ډالۍ د خپرونو کوربنه او د شومه دم انګازې د خپرونې جوړونکې او ډيکليمه کوونکې، د پښتنو او بلوڅو د خپرونې جوړونکې او ويانده، د روزنې څانګې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې د خپرونې ويانده پاتې شوې. دا چې مېرمن سارا په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه ده نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره د کونډې ځوی په سريال کې د افغان ټلويزون په پرده راښکاره شوه. نوموړې په دغه سريال کې د شادګل د مور رول لوبولی. څه موده يې د قبايلو په وزارت کې د جرګې مجلې د خبريالې په توګه هم دنده ترسره کړې. کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې تودې شوې او هغه د خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شوه نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړي او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي. د کډوالۍ په کالونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې په توګه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د ګل پاڼې ځانګړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توګه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، او د پېښور په ټلويزون کې يې د پردې تر شا په پښتو او دري ژبو د خبرتياوو د لوستلو دنده هم سر ته رسولې. په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولولو کې مرسته کړې او بيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه ګل رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې.
چاپ شوي اثار
نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولګې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولګه یې د کابل د کورنيو جګړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.
د ماښامونو ډيوه - د شعرونو ټولګه، چاپکال (1994)
د پنجرې مرغۍ - د شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ - د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
زما د عشق جونګړه ورانه شوله - د هېوادپاله شعرونو ټولګه، چاپکال (2003)
ناچاپه آثار
د نوموړې ګڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنګ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعګانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنګ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي او د ګوتو په شمار يې يو څو نارويژي شعرونه هم خپاره شوي..
نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.
سپرغۍ
که ته ډوبېدل غواړې ډوب شه خو داسې چې ساحل پوه نشي
بشپړ شعر ولولئ ←څلوريځه
ستا د عشق انتها غواړم بل به څه غواړم له تانه زه پخپله نه پوهېږم چې زه څه غواړم له تانه دغه غواړم دغه غواړم…
بشپړ شعر ولولئ ←نظم
د سپرلي شپه وه يو اضطراب ؤ د فطرت خوب ؤ د تخلیق باب ؤ روح ناقرار ؤ زړګی افګار ؤ ستوري په ډارؤ د…
بشپړ شعر ولولئ ←نظم
ما مینه د بحر په شنو اوبو کې د ګل په خوشبو کې د مارغانو په خندېدو کې د مور په ارمانو کې د مين…
بشپړ شعر ولولئ ←ادبي ملغلرې
ژوند څه دی؟ هغه ويښېدل دي چې يوه لمحه وخت نیسي او هغه لنډ دوران دی چې غوټۍ د غوړېدو پشان د پيدايښت او مرګ…
بشپړ شعر ولولئ ←اخري سلګۍ
که يوه ورځ هغه راوګرځېد ورته ووايئ چې زه د مرګ تر آخرې سلګۍ پورې ده ته سترګې په لاره وم ته ورسره د يوه…
بشپړ شعر ولولئ ←سپرغۍ
د معاشرې هر ادب ته د اخلاص په نظر مه ګوره ځکه چې ، هر لاس درکؤونکی دوست نشي کېدای . 11.03.1998
بشپړ شعر ولولئ ←