د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

25 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی  اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .

 له کال ١٣٤٩ لمريز  کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال  ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز  کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .
 خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير  په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان  د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته  د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .
 په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو  په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت  د معين په توګه په کار لګياشو  .
 په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو  ، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .
 ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .
چاپ شوي اثار :
 د رڼا بهير                   شعري ټولګه 
پرېشانه ولولې              شعري ټولګه
د ستورو ورا                 شعري ټولګه  
د مخترم خیال محمد کټوازی څخه یوه نړی مننه کوو چی د (پرېشانه ولولې)په نوم مجموعه یې زموږ ویب پاڼه په اختیار کې یې کېښودله
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

ولګېده

نــاڅــاپــه مــې قــــدم پــه يــوګـــودر و لــګــېـــده دښـکلـې يـارپـه سـتـر ګـومــې نـــظــرو لـګـېـده دهـــجـــر دتـــيـــارو دســـباوون پـــه انـتـظار کې دعـــشـــق پـه پـلـو شـــو کـې ســـهـــرو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

ولاس

دپیر محمد کاروان دښکلي زل له قاقیی سره غورځنګ مې دجذباتو له هـــــجرانــــه ســـره ولاړ یو شوق وه ځوانیمرګ شو له ار مانـــــه ســـره ولاړ…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

زاهد ته

شیخه ستــــــا لپاره ښه وو له سجدو سره محراب فـــیـــصلې بــــه دې کــــولـــــې دوبــــال او دثــواب پــــه جــنـــت کې دې  دحورو او غلمانو هیله ښه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

ځنځيرونه

ستا چې په لیمو کې خمارونه مستول شي ماته په ګوګل کې انګا رونه بـــلول شـــــي مینه خو داوښکو تویول نــــــه دي یــوازې برخه دمینو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

بد لون

یــــو جـــام راتـــه جـــانـــا نـــه د جـــنـــون راواړوه دصــبـر پـه چـوپـتـیـا کـې مـې پاڅـون راواړوه دعـشــق د سـمــندر دقـسـمـتـو نـو جـالـوانـــــــه دبـــر خـې پـه تـوپـان…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

بغاوت

بې غوټیو پسرلی شـــو دګلـــونــــو بــــهـــار چــــیــــرې له سیلیو تپوس وکـــړه دبلــبـــــلو چــــغــــار چــــیــــرې نور دسر  دبا ج تــړون ورســـــره نـــــه مــــنـــو اجـــــلــــه موږ لښکر…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

بت

یــــوګــــل  دپســــرلــــي وم ژیـــــړه پــاڼـه شوم دمنې پــــه لاس کـــــې مــې کیکاږي ژوبلوي مې حرمونې میچنې په ماګـرزوي عطـــــرونــــه رانــــه بـــاســــي په څڼو کې مې…

بشپړ شعر ولولئ ←