د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

47 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو

. خداى (ج) دې وبخښي

د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

سپوږمۍ

داسمان په زړه کې ځای دی تانیولی توره شپه دې په سپین مخ باندې رڼاده مخ دځمکې دې تمام دی لټـولی په هرکور کې دې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دآزادۍ وږمه

پسرلی ؤ تازګي وه غوړیــــــدلـــــــي ؤ ګلـــــــونـــــه دګلانو موج کې پټ وو دوطـــــن غـــــــرونــه رغونه صحرا ډکه وه له ګلو  هر طـــــرف تـــــه لا لــــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

په غره کې

لمر لویدلی ؤ تیاره په خپــــریدو وه دماښام توره پرده  په غــــــوړیدو وه دوطن په یوه غره کې کـــوزیدمـــــــه له فطرت سره پــــه زړه کې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

تحول

هغه چې و زمــــوږ اغا  او زمــوږ خـــــان غــــونــــدې اوس معلومیږي څه قــــدرته پــــریشــان غـونــــــدې پاڼه اوښتې ده په بــل مــخ او ضــاع بــــل رنــــګه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

حسب الحال

زموږ دتورې شپــــې احوال بــــاد ســـبا تــــه وایـــــه دپتنــــګانـــــو بیتــــــابـــــــي دعشـــــق رڼــــا ته وایه ړندو ته مه وایه دسپیــن مــــخ او دتــــــورو زلفــــــو دســـــرو ګلـــونو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

لوبې کوي

په ږیره دبابا چې ماشـــومــــــان لـــــوبــــــې کــــــوي خپــــــه یـــــم په مشرانو چې کشران لوبـــــې کـــــوي پــــــه مـــــدحــــه په ستایلو په بوټونـــو پاکــــولــــو داخــــلق نن سبا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

معنا وګوره

سرو صورت یوازې مه ګوره معنا وګــــــــوره په سرکې فکر زړه کې پټه مدعا وګـــــــــوره وینا یې واوره بیا یې وګوره عمل ورســــــره میل و…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

هوښیار او دنیا دار

اوریدلې مــــې قصـــــه لـــــه راویـــــانـــــو که یې اورئ ای دعقــــل خـــــــونـــــدانــــــو په کوم وخت کې چیرته لرې یو مالـــدار و شوم بخیل او ډیر بې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دپسرلي انتظار

چې امید ورته دبـــاغ او دصحـــــرا شــــــــــي چې له فیضه یې ګلونـــه را پیــــــدا شـــــــــي چې سمسور پرې باغ و بټ دپښتونخوا شي هغه ورځې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دپسرلي زیری

راغی پسرلی بیا به وطـــــن ګل و ګلــــــزار شــــي بیا به په وطن کې دبلبلـــو چــــغـــــهــــار شــــــــي دوه خواږه یاران به بیا طواف ددې  ګلشن…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دبهار ننداره

څومره ښکلي معلومیږي               دوطن غــرونه رغـــونه سپینې تورې وریځې ونم               دلته هلته غرونه غرونه داڅه کیف او څه مستي ده            په مستۍ راغله رودونه راپیدانوي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

پسرلیه

پســــــرلــــــــی ! بیا دې راوړه سره ګلـــــــــونـــــــــه بیا به جګ کـــــــــړی دبلبلو فـــــــریــــــــادونــــــــــه سرې لمبې دې ارغوان بانـــدې کــــــــــړی بلــــــــې دګل پاڼو کې دې نغښتـــــــي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دبهار هرکلی

هــــــــرکله راشې تازه بهاره          تــــــا دي راوړي ګلان بې شمــــــاره نری شمال دې دم دعیسی دی         سحر چې راشي له جګ کهساره   آب حیات…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دګلزار ننداره

بیا وطن ښکاري تازه نوی بهـــار دی                بــــــیـــا پــه غاړه دهر چا دګلو هاردی باغ کې ځوړند دي  دګلو امیلونـــــه                  ته خو ګوره ورته !…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دکال ځواني

ځمــــکه تمامه شنه بخملــــــي ده           نــــــــوی بهـــــار دی دکال ځواني ده دا زوړ جهان چې بیرته ځوان شو            اغیـــــــزه ټوله دپـــــســـــــرلـــــــي ده ځمکې  په خپل…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دهقان ته خطاب

ای دهقانه وخت دکار او ستــــــا دزیار دی ستا دلاس ګټې  ته هر څوک امید وار دی خبل وطن په هر راز بوټو ښایستــــــــــه کړه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دبهار ښایست

هغه ښکلو چې په خپل حسن  سینګار زړه له هر چا ځنې وړلــــــو په تلــــــوار ورته ګوره چې نن ټولو زړه بایللــــــې په ښایســـــــت او…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

غزل

چاچې ايښی دا شين خال ستا په جبين دي زما زړه هم  د هغه د لاسه شين دی ستا امېل کښې يې سل زړونه دي…

بشپړ شعر ولولئ ←