د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه

دپسرلي انتظار

چې امید ورته دبـــاغ او دصحـــــرا شــــــــــي

چې له فیضه یې ګلونـــه را پیــــــدا شـــــــــي

چې سمسور پرې باغ و بټ دپښتونخوا شي

هغه ورځې مې  تر سترګو  ستـرګو کیـــــږي

***

بلبلان په خوب کې ویني ســــره ګلـــــونــــــه

مینان ویني  وربــــــل لانــــــدې خــــــالـــــونه

پتنګان ویني  بـــل شــــوي مشـــالــــــونـــــه

دآرزو په مخکــــــې ګورم څــــه ځـــــلیـــــږي

***

له سپیرو خاورو به پورته بیــا ګلان شـــــي

معطــر به په وږمو دغـــــه جهــــــان شــــــــي

په هوا کې  به ښکاره نوي مرغــــان شـــــــي

چــــې بهار شــــــي نوي بوټي زرغونیـــــږي

***

توتکۍ به راشي نوی  کور به جوړ کـــــړي

خوار بلبل به خدای په ګلو باندې موړ کړي

پسرلی  به بیا خوشحاله لوی او ووړ کړي

تحول په زمانه کـــې څــــــــــــــرګنـــــــدیږي

د شاعر نور شعرونه ←