په تخار او بدخشان کې د سرو زرو د کیندنو له امله د چاپېریال او لارو د خرابېدو اندېښنې

د تخار او بدخشان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سرو زرو د کانونو روانې کیندنې د دوی پر چاپېریال، کرنیزو ځمکو او اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی. دوی ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د خپلسرو فعالیتونو د درولو او د کانونو د قانوني تنظیم ژمنې کړې، خو په ځینو سیمو کې عام کسان، پانګوال او شرکتونه لا هم له مسلکي معیارونو پرته استخراج کوي.
د تخار د چاهاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، ویلي چې د دشتقلعه ولسوالۍ په شاوخوا کې درنو ماشینونو کرنیزې ځمکې اړولې دي. د ده په خبره، ځمکه تر شاوخوا ۲۰ مترو پورې کیندل کېږي، جغل سیندونو ته وړل کېږي او هلته د سرو زرو د موندلو لپاره مینځل کېږي؛ هغه ادعا کوي چې له دې امله اوبه هم ککړې شوې دي.
د چاهاب اوسېدونکی وايي، په سیمه کې سکواټورونو او لویو موټرو د کانونو پر لور تللې لارې او سړکونه هم خراب کړي دي. د ده په وینا، اړوندو شرکتونو او حکومتي ادارو تر اوسه د دغو زیانمنو لارو د بېرته رغولو لپاره اقدام نه دی کړی. د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکو هم ویلي چې د کانونو استخراج طبیعي زېرمې کمزورې کړې او د خلکو د ژوند لپاره یې ستونزې پیدا کړې دي.
دوی زیاتوي چې د کلیو لارې او سړکونه په داسې کچه ویجاړ شوي چې د ژمي پر مهال د ناروغانو لېږد ولسوالۍ او ښار ته له جدي ستونزو سره مخ کېږي. د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت ویاند همایون افغان د دې راپور د چمتو کېدو تر وخته د موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس حکمتالله محمدي منلې چې د کانونو سیمو ته د تلونکو درنو وسایطو له امله ګڼې لارې او سړکونه زیانمن شوي دي. نوموړي ویلي، ډېر کانونه د کلیو او د خلکو د استوګنې له سیمو تېرېدونکو لارو ته نږدې دي، خو د ده په خبره، د دغو ستونزو په اړه هره اداره د مشر د فرمان له مخې د ځواب ویلو مسوولیت لري. هغه همداراز ادعا کړې چې په بدخشان کې پر جواز لرونکو شرکتونو څارنه کېږي.
د کانونو شنونکی او د تېر جمهوري نظام پر مهال د کانونو وزارت پخوانی ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي ډول د سرو زرو کانونه، له مسلکي معیارونو او اغېزمنې قانوني څارنې پرته ایستل شوي دي. نوموړي د قراردادونو، استخراج او پروسس په برخه کې د روڼتیا نشتوالی د فساد او د ملي شتمنیو د ضایع کېدو زمینه بللې ده.
د کانونو پر سر د خلکو اندېښنې مخکې هم اعتراضونو ته اوښتې دي. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د بدخشان د شهربزرګ ولسوالۍ اوسېدونکو د یوه کان د قراردادي شرکت پر سپارلو اعتراض وکړ، او د همدې کال په فبرورۍ کې د تخار د چاهاب بزګرانو هم لاریونونه وکړل. د راپورونو له مخې، په دغو شخړو کې د یوه قراردادي شرکت ساتونکی او څلور ملکیان وژل شوي او اته نور کسان ټپیان شوي دي. اوسېدونکي غواړي زیانمنې ځمکې او لارې ورغول شي او د کانونو عواید د عامه خدمتونو لپاره ولګول شي.