د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

مجاهد: له اسلام‌اباد سره د کړکېچ د کمولو هڅې تر اوسه پایله نه لري

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، کابل له پاکستان سره د روان کړکېچ د کمولو او د اختلافاتو د حل لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي، خو تر اوسه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

مجاهد په یوه سیمه‌ییزه راډیويي مرکه کې ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د پیغامونو تبادله شوې او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل هڅې هم روانې وې. د هغه په وینا، دغه تماسونه لا تر اوسه د پام وړ پرمختګ ته نه دي رسېدلي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ځینو منځګړو هېوادونو او د اسلامي امارت د چارواکو هڅې هم بې‌پایلې پاتې شوې دي. نوموړي د دغو هڅو د جزیاتو او د منځګړو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

د مجاهد په وینا، د پاکستان پر هغو سیاستونو ټینګار چې کابل یې ناسم بولي، د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل پر وړاندې خنډ جوړ شوی دی. هغه ادعا کړې چې اسلام‌اباد د کړکېچ د سوله‌ییز اواري لپاره لازم چمتووالی نه لري.

مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان د رامنځته شویو ستونزو پیل‌کوونکی نه دی. سره له دې، نوموړي ویلي چې کابل لا هم د خبرو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو پر هواري باور لري.

د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا د کمولو لپاره د مستقیمو تماسونو او منځګړیتوب هڅو یادونه شوې، خو د دغو هڅو د بریالیتوب په اړه تر اوسه کومه پایله نه ده اعلان شوې.