د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ریچارډ بنیټ: افغانان دې له خطر سره مخ ځایونو ته نه ستنول کېږي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ له اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غوښتي چې افغانان داسې ځایونو ته بېرته ونه ستنوي چې هلته له خطر سره مخ کېدای شي.

بنیټ ویلي، د طالبانو عادي کول او مشروعیت ورکول باید تر هغه وخته ونه شي چې د بشري حقونو په برخه کې عملي پرمختګونه رامنځته شوي نه وي.

هغه په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنه د خواشینۍ وړ بللې او ویلي یې دي چې دا ډول ناستې، که څه هم تخنیکي وبلل شي، د بشري حقونو د جدي سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ځورونې، د عادي کېدو خطر زیاتوي.

بنیټ زیاته کړې چې دی له اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو سره د خپلو رسمي اړیکو ځوابونو ته په تمه دی. نوموړي ټینګار کړی چې ټول هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې خپلې نړیوالې ژمنې عملي او د بېرته نه ستنولو اصل رعایت کړي.