د کندهار او زابل د ۳۰۰ کلیو د نښلولو لپاره د سړک پروژه پیلېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ او د زابل د میزاني ولسوالۍ د نښلولو لپاره د یوه کلیوالي سړک او استنادي دېوال د جوړولو پروژه پلان شوې ده. د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د دواړو ولایتونو له ۳۰۰ ډېر کلي له یو بل سره وصل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې به یو کلیوالي سړک او ۱۳۱۰ متره استنادي دېوال جوړ شي. د پروژې ټولیز لګښت ۵۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، خو د کار د بشپړېدو مهالوېش په اړه په خپرو شویو معلوماتو کې جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د کلیوالي سړکونو د برخې رییس محمد قاسم امیني ویلي، تر اوسه شاوخوا ۴۰ سلنه کلي له یو بل سره نښلول شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د خلکو ستونزې په پام کې نیول شوې، خو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وخت ته اړتیا ده.
د شاولیکوټ او میزاني ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، خرابې لارې د دوی ورځنی تګ راتګ ستونزمن کړی او د ناروغانو لېږد یې له جدي خنډونو سره مخ دی. د سیمې خلکو له حکومت څخه غوښتي چې د سړکونو ترڅنګ روغتیايي او نور عامه خدمتونه هم پیاوړي کړي.
په همدې حال کې، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کانال د سربند د جوړولو چارې روانې دي. وزارت همداراز وایي، د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ لویه لار هم د رغېدو په حال کې ده؛ د دې لارې له بشپړېدو سره به ریګستان، سپین بولدک او ښورابک ولسوالۍ سره ونښلول شي.