د ملګرو ملتونو کارپوهانو: اروپايي هېوادونه دې افغانان له خطر سره مخ سیمو ته نه ستنوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اروپايي هېوادونو غوښتي چې افغان وګړي په زور افغانستان ته بېرته ونه لېږي؛ ځکه د دوی په وینا، ځینې ستنېدونکي کسان ښايي له جدي زیان او د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ شي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او د دې سازمان نورو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي، اروپايي حکومتونه باید د بشري حقونو او کډوالو د حقونو په اړه خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي. د هغوی په ټینګار، د بېرته لېږلو د ممنوعیت اصل باید رعایت شي.
د دغه اصل له مخې، هغه کسان باید داسې هېواد ته ونه ستنول شي چې هلته د ځورونې، جدي زیان یا د بشري حقونو د سرغړونې له واقعي خطر سره مخامخ کېدای شي. کارپوهانو له حکومتونو غوښتي چې د هر افغان د بېرته ستنولو له پرېکړې وړاندې د هغه ځانګړي وضعیت او احتمالي ګواښونه په جدي توګه وارزوي او قانوني بهیر بشپړ کړي.
بینیټ هم په یوه بیان کې ویلي چې افغانان باید هغو ځایونو ته ونه لېږل شي چې د ده په وینا، هلته د خطر احتمال شته. نوموړي له اروپايي ټولنې غوښتي چې د افغانانو له ایستلو ډډه وکړي او د بېرته ستنولو په اړه د بشري حقونو نړیوال اصول مراعات کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې اروپايي هېوادونه هڅه کوي هغه افغانان بېرته ولېږي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا د امنیتي ګواښونو په توګه پېژندل شوي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم خراب دی او ښځې او نجونې له پراخې او سیستماتیکې ځورونې سره مخ دي؛ داسې وضعیت چې ښايي د بشریت ضد جرمونو تر کچې ورسېږي.
کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره له څرګندو بشري حقونو شرطونو پرته اړیکې کولای شي جدي سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو سیستماتیک محدودیتونه، عادي کړي. دوی غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو ښهوالی دې له طالبانو سره د اړیکو څرګند شرط وګرځول شي او تر عملي پرمختګ مخکې دې د طالبانو واکمني عادي او مشروع ونه ګڼل شي.
د اعلامیې له مخې، په وړاندیز شوو شرطونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو لرې کول هم شامل دي. کارپوهانو ویلي چې دوی په دې اړه له اروپايي ټولنې او د هغې له ځینو غړو هېوادونو سره رسمي اړیکې نیولې دي.