د امریکا د عمومي مفتش راپور: په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو حضور لا هم د اندېښنې وړ دی

د امریکا د عمومي مفتش په تازه راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. په راپور کې ادعا شوې چې طالبان د دوحې د هوکړې له مخې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو د مخنیوي ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړې.
د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې د ارزونې له مخې، داعش خراسان، القاعده او د هند په نیمه وچه کې القاعده په افغانستان کې په ګډه څه کم درې زره غړي لري. په راپور کې تحریک طالبان پاکستان هم په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله وسلهواله ډله بلل شوې چې ویل شوي، ډېری فعالیتونه یې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ترسره کېږي.
راپور داعش خراسان د امریکا او د سیمې د هېوادونو د ګټو لپاره یو مهم ګواښ ګڼي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ډله هڅه کوي له افغانستان څخه د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي؛ خو راپور د دغو هڅو د مشخصو مواردو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د امریکا د استخباراتي چارواکو، لوېدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د څارونکو د معلوماتو له مخې، القاعدې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. د راپور له ادعا سره سم، په دغو مرکزونو کې د وسلو کارول، چاودېدونکي توکي، چریکي جګړه او ځینې پرمختللې ټکنالوژۍ، لکه د معلوماتو کوډ کول، مصنوعي ځیرکتیا او بېپیلوټه الوتکې، تدریس کېږي.
په راپور کې راغلي چې القاعده اوس تر ډېره نورو ډلو ته د مشورې، روزنې، پټو عملیاتو او د معلوماتو د امنیت په برخو کې لارښوونې کوي. د دې ارزونې له مخې، القاعده ښايي په مستقیمه توګه د پخوانیو په څېر پراخ عملیات ونه کړي، خو د نورو وسلهوالو ډلو د وړتیاوو په لوړولو کې رول لري.
د امریکا د عمومي مفتش دفتر د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو او د نړیوالې پراختیا په برخه کې د امریکا د ادارې د فعالیتونو څارنه کوي. په راپور کې ویل شوي چې متحده ایالات لا هم له لرې واټنه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتي او د معلوماتو راټولولو لپاره پر څارنې او هوايي استخباراتو تکیه کوي.
د ۲۰۲۰ کال د دوحې په هوکړه کې واشنګټن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې وه، او طالبانو ژمنه کړې وه چې القاعدې او نورو ډلو ته به اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدانو امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس ادعا کوي چې طالبانو ځینو وسلهوالو ډلو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي او د هغوی د بریدونو د پلانونو د مخنیوي توان یې نه دی ښودلی.