تحریک انصاف: په راتلونکو لسو ورځو کې د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړوو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ کړي.
د ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، محمود اچکزی د تحریک انصاف د بنسټګر له لوري د مخالفو ګوندونو د مشر په توګه ټاکل شوی او د پراخو لاریونونو پرېکړه لا هم پر خپل ځای ده.
راجا ادعا کړې چې اعلی وزیر او د اسمبلۍ رئیس نادرکه کړل شوي او د ملي او صوبايي اسمبلۍ غړي نیول کېږي. هغه همداراز ویلي چې د مذاکراتو د ناکامۍ په اړه ناسم روایت خپرېږي او مذاکرات په قصدي ډول ناکام کړل شوي دي.
د تحریک انصاف عمومي منشي زیاته کړې چې د کنفرانس جوړولو په اړه یې له مولانا فضل الرحمن او نورو مهمو سیاسي ګوندونو سره اړیکې نیولې دي.