UNDP: په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو له ملاتړ ۶۴ زره دندې رامنځته شوې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې یې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې لسګونه زره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
دغه پروګرام د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۹مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې یې په افغانستان کې د ۲۸ زره او ۶۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.
د UNDP د معلوماتو له مخې، د یادو کاروبارونو د ملاتړ په پایله کې ټولټال ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. په خپرو شویو معلوماتو کې د دغو فرصتونو د ډولونو او د ملاتړ د پروګرامونو د جزیاتو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ د خپلو فعالیتونو په توګه یاد کړی، خو په ورکړل شوي بیان کې یې د دې کار د جغرافیایي وېش یا د ګټهاخیستونکو د شمېر په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.