دهراوود کې د ځمکنۍ لانجې له امله دوه کسان وژل شوي

د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د اروزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني ویلي، پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د لانجې پر مهال د شخړې یوه اړخ د تومانچې ډزې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د ډزو په پایله کې دوه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند د پېښې د څرنګوالي په اړه له اضافي جزییاتو پرته ویلي چې د پېښې عاملین نیول شوي دي. نوموړي څرګنده کړې چې د هغوی دوسیې به اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.