کابلیان: په دولتي روغتونونو کې د درملو او لومړنیو توکو کمښت د ناروغانو ستونزې زیاتې کړي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دولتي روغتونونو کې د درملو او لومړنیو روغتیايي توکو کمښت ناروغان اړ کړي چې د درملنې لپاره اړین وسایل له خصوصي درملتونونو څخه واخلي. د دوی په وینا، دغه وضعیت په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره سخت دی چې د خصوصي روغتیايي خدمتونو د لګښت توان نه لري.
رحیمالله، چې د لاس د ماتېدو له امله د جمهوریت دولتي روغتون ته ورغلی، وویل چې روغتون کې یې ایکسراې واخیستل شوه، خو د درملو د برابرولو لپاره بېرته له روغتونه بهر د درملتون پر لور ولاړ. نوموړي وویل، د درملنې لپاره ورغلي ناروغان ډېر ځله اړ کېږي چې خپل درمل او نور اړین توکي په شخصي پیسو واخلي.
د کابل بل اوسېدونکي، چې خپل ناروغ زوی یې د صحت طفل روغتون ته بیولی و، ازادي راډیو ته ویلي چې د بنداژ ترڅنګ ان سرنج او ګولۍ هم له خصوصي درملتونونو څخه اخلي. د هغه په خبره، په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د لومړنیو توکو نشتوالی د کورنیو مالي بار دروندوي.
د کابل اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ له زیاتېدو سره ډېری کورنۍ د درملو د پېرلو وس نه لري. دوی زیاتوي چې د ژمي له پیل سره د ماشومانو ناروغۍ ډېرېږي، خو کله چې دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي، هلته ورته د اړتیا وړ مرستې او امکانات نه برابرېږي. د کابل د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکي محمدالله له حکومت څخه غوښتي چې دولتي روغتونونو ته پاملرنه زیاته کړي او لږ تر لږه د ناروغانو لپاره لومړني روغتیايي توکي برابر کړي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. خو په کابل کې د یوه دولتي روغتون د داخله ناروغیو یوه متخصص، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د امکاناتو کمښت تایید کړی او ویلي یې دي چې په وروستیو کلونو کې د دولتي روغتونونو امکانات د پخوا په پرتله کم شوي دي. نوموړي د اړینو روغتیايي توکو نشتوالی جدي ستونزه بللې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې په یوه راپور کې ویلي چې د نړیوالو مرستو پراخ کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی او د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کول یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د روغتیايي چارو د همغږۍ ډلې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. د کابل اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دولتي روغتونونو کې دې د درملنې لپاره اساسي امکانات برابر شي، څو بېوزله ناروغان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې نه شي.