کابلي ښځې: د عامه ټرانسپورټ محدودیتونو زموږ ورځنی ژوند او اقتصاد اغېزمن کړی

په کابل کې یو شمېر ښځې وايي، د عامه ټرانسپورټ په موندلو او کارولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، موټرچلوونکي ډېری وخت ښځینه مسافرې نه پورته کوي او که یې پورته هم کړي، د یوه کس پر ځای د دوو کسانو کرایه ترې اخلي.
دغه ښځې وايي، د کار، درملنې، سودا اخیستلو او نورو اړینو چارو لپاره د ښار له یوې سیمې بلې ته د تګ پر مهال کله ناکله په تمځایونو کې ډېر وخت انتظار کوي. د کابل د یوې اوسېدونکې مروا په خبره، ځینې موټرچلوونکي هغه مهال ښځې نه سپروي چې په موټر کې بله ښځینه مسافره موجوده نه وي، خو نارینه مسافر پورته کوي.
مروا ویلي، چې د دې وضعیت له امله یې څو ځله ساعتونه په تمځایونو کې تېر کړي دي. د هغې په وینا، د ښځینه مسافرو د نه سپرولو لپاره موټرچلوونکي د وخت د ضایع کېدو دلیل وړاندې کوي، خو ښځې د ښار دننه خپلو اړتیاوو ته د رسېدو لپاره بل مناسب انتخاب نه لري.
د کوټه سنګي سیمې یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې که کوم موټرچلوونکی ښځه پورته کړي، نو له هغې د دوو کسانو کرایه اخلي. نوموړې وايي، د شلو افغانیو پر ځای اړ کېږي ۴۰ افغانۍ ورکړي؛ هغه څه چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ورته دروند اضافي لګښت دی.
د احمدشاه بابا مېنې یا ارزانقیمت سیمې اوسېدونکې لیلاما وايي، هره ورځ له خپلې سیمې تر کارته نو پورې د تګ راتګ اړتیا لري، خو د ښاري ټرانسپورټ د نشتوالي له امله یې ځان ته ریکشا نیولې ده. هغې ویلي، د ریکشا لپاره هره میاشت درې زره افغانۍ ورکوي، حال دا چې د عامه ټرانسپورټ په صورت کې به د سفر لګښت یې ډېر کم وي.
د ښځو د تګ راتګ ستونزې په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو حکومت ښځو ته د محرم پرته د اوږده واټن سفر په اړه محدودیتونه اعلان کړي دي. که څه هم د ښار دننه د ښځو سفر په بشپړه توګه نه دی منع شوی، خو د کابل اوسېدونکې وايي، په عملي توګه د ټرانسپورټ محدود لاسرسی د دوی پر اقتصادي او ټولنیز ژوند اغېز کوي. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم ویلي چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د هغوی پر کار، زدهکړو او عامه ژوند کې پر ګډون اغېزمن شوي دي. کابلۍ ښځې له اړوندو چارواکو غواړي چې د ښځینه مسافرو لپاره روښانه او عملي ترتیبات برابر کړي، څو له اوږده انتظار او د دوو کسانو د کرایې له ورکولو سره مخ نه شي.