د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کابل کې افغان ښځو د زده‌کړو، کار او عامه ژوند د پراخ ګډون غوښتنه وکړه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کابل کې یو شمېر افغان ښځینه مشرانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو لپاره د لا زیاتو فرصتونو او په ټولنیزو چارو کې د اغېزناک ګډون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د حقونو له شاوخوا ۵۰ ملاتړو، د رسنیو له استازو، سوداګرو او د ټولنې له نورو غړو سره لیدلي دي. یوناما وايي، په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پر شته ستونزو خبرې وشوې او ګډونوالو د حل لپاره خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د یوناما په وینا، په غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې ښځو ته باید په عامه ژوند کې د معنا لرونکي ګډون زمینه برابره شي. د دوی په غوښتنو کې زده‌کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي ترڅنګ د هغو پرېکړو او تګلارو په جوړولو کې د ښځو ونډه هم شامله وه چې د دوی پر ژوند مستقیم اغېز لري.

رباب فاطمې ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د ښځو هوډ، ونډه او مشري له نږدې لیدلې او د افغان ښځو ونډه یې ستایلې ده. هغې ټینګار کړی چې ښځې یوازې د مرستو او ملاتړ ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې غواړي د خپلو ژوندونو په اړه د پرېکړو او پالیسیو په جوړولو کې فعاله ونډه ولري.

دا غوښتنې په داسې وخت کې مطرح شوې دي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونه لا هم دوام لري. ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له منځنیو زده‌کړو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه وضعیت د زده‌کړو د فرصتونو د پراختیا په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له شاتګ سره مخ کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، نږدې څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او د لومړني ښوونځي د عمر له نیمایي ډېر ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي.

یوناما دا غونډه د ښځو له سازمانونو او د ملګرو ملتونو له استازو سره د خبرو اترو د پیاوړتیا، د سولې او امنیت په چارو کې د ښځو د ونډې د اهمیت د روښانه کولو او د شخړو د مخنیوي او حل په بهیرونو کې د هغوی د ګډون د ملاتړ په لړ کې ترسره کړې ده.