د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ د افغان نجونو د زده‌کړو دروازې لا هم تړلې دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونیز بهیر څخه محرومې دي. دغه بندیز داسې مهال دوام لري چې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو د برابر حق پر خوندیتوب ټینګار کوي.

۱۶ کلنه شیبه له هغو افغان نجونو څخه ده چې د ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته په کور پاتې شوې ده. نوموړې وايي، که زده‌کړو ته یې دوام ورکړی وای، اوس به په لسم ټولګي کې وه. هغې ویلي چې د خپلو نارینه همزولو او خپلوانو د پرمختګ لیدل، په داسې حال کې چې نجونې په کورونو کې ناستې دي، ورته ډېر دردونکی دی.

رڼا هم د شپږم ټولګي له بشپړولو وروسته ښوونځي ته له تګ پاتې شوې او اوس مدرسې ته ځي. د هغې په وینا، کله چې نجونو ته له شپږم ټولګي وروسته د ښوونځي اجازه ورنه کړل شوه، پلار یې په مدرسه کې شامله کړه. مریم، چې اوس د څلورم ټولګي زده‌کوونکې ده، اندېښنه لري چې که اوسنی وضعیت بدل نه شي، دوه کاله وروسته به هغه هم یا په کور پاتې وي او یا به مدرسې ته ځي.

مریم وايي، هیله لري ښوونځي پرانیستي پاتې شي، ځکه غواړي لوړې زده‌کړې وکړي، ډاکټره شي او له خپلو خلکو سره مرسته وکړي. په راپور کې له مرکه شویو ټولو نجونو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د نجونو د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي.

د نجونو د زده‌کړو د حق د کمپاین د مشرتابه غړي ډاکټر حنیف الکوزي هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستو غوښتنه کړې ده. هغه وايي، د نجونو د زده‌کړو د بندیز کلونو د هغوی له ژوند، هیلو او راتلونکي څخه مهمه برخه اخیستې ده او دا موضوع یوازې د درسونو د درولو په معنا نه ده، بلکې د یوه نسل پر راتلونکي اغېز کوي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون، چې افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې ورسره یوځای شوی، تر ۱۸ کلنۍ پورې هر انسان ماشوم ګڼي او دولتونه د لومړنیو زده‌کړو د برابرولو او منځنیو او لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي د پراخولو مکلف بولي.

د یونسکو او یونیسف په یوه ګډ راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې که بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، دغه شمېر څلورو میلیونو ته لوړېدلی شي. د طالبانو د پوهنې وزارت د دغو غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی؛ چارواکو مخکې ویلي وو چې د خپل مشر بل امر ته منتظر دي.