د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په پکتیکا کې د درېیو ولسوالیو بازارونو ته لمریزه برېښنا رسېدلې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پکتیکا په اورګون، یحیی‌خېلو او زرغون ښار ولسوالیو کې د خصوصي سکټور له لوري د لمریزې برېښنا شبکې جوړې شوې دي. دغه شبکې د درېیو ولسوالیو بازارونو او د هغوی شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د اړتیا وړ برېښنا برابروي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د برېښنا له فعالېدو سره د دوی په ورځني ژوند او کوچنیو کاروبارونو کې مثبت بدلون راغلی دی. د دوی په خبره، هټۍ اوس تر پخوا زیات وخت پرانیستې پاتې کېږي او ځینې کسان توانېدلي چې خپل کاري وسایل فعال کړي.

د پکتیکا اوسېدونکي نیازالله نیازمل وویل، شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې د ګلدوزۍ ماشین اخیستی و، خو د برېښنا د کمښت له امله یې نه شو کارولی. نوموړي زیاته کړه چې د لمریزې برېښنا له برابرېدو وروسته یې خپل فعالیت پیل کړی دی.

بل اوسېدونکي، ظفر، وویل چې پخوا به خلکو د ماښام له لوري خپلې هټۍ تړلې، خو اوس ځینې دوکانونه تر شپې لسو بجو پورې هم پرانیستي وي. نوموړي د برېښنا برابرېدل د بازارونو لپاره اغېزناک ګام وباله.

د پکتیکا د برېښنا شرکت مسؤول محمد ایوب شاه خواجه وايي، په هره یوه له دغو ولسوالیو کې نږدې سل کیلوواټه لمریزه برېښنا چمتو شوې ده. د هغه په وینا، خصوصي پانګوالو ته په دوو نورو ولسوالیو کې هم د لمریزې برېښنا د جوړولو جوازونه ورکړل شوي، څو د خلکو د برېښنا ستونزه تر یوه بریده راکمه شي.

د پکتیکا اوسېدونکي بیا وايي، په دغه ولایت کې د برېښنا نشتوالی د پانګونې او صنعتي کارخونو د جوړېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دی. هغوی غوښتنه کوي چې د لمریزې برېښنا ظرفیت لوړ او ولایت له وارداتي برېښنا سره هم ونښلول شي، څو د اړتیا وړ توکو د تولید ترڅنګ د کار زمینه هم پراخه شي.