په پکتیا او ننګرهار کې د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو د کمښت شکایتونه

د پکتیا، ننګرهار او د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي وايي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو، اکسیجن، برښنا او اړینو طبي وسایلو کمښت د ناروغانو درملنه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. د دوی په وینا، ډېری وخت ناروغان اړ کېږي چې له خپلو سیمو لرې روغتونونو ته ولېږدول شي.
د پکتیا د څمکنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي همت ازادي راډیو ته ویلي، په څمکنۍ او شاوخوا ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه په کافي اندازه تجهیزات نه لري. نوموړي غوښتنه کړې چې روغتونونو ته دې لږ تر لږه امبولانسونه او نور ضروري وسایل برابر شي، ځکه په سیمه کې وخت ناوخت بېړنۍ پېښې رامنځته کېږي.
د ننګرهار د تورخم ښارګوټي اوسېدونکي فرمانالله هم ویلي، هلته شل بستریز روغتون شته، خو د ناروغانو لپاره کافي امکانات نه لري. د هغه په خبره، اکسیجن او درمل نه موندل کېږي او ناروغان اړ دي چې دوا له بازاره په خپلو پیسو واخلي. نوموړي ویلي، د یوه عادي ناروغ درمل هم کله ناکله له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې لګښت لري او ورته ستونزې په ډېرو کلینیکونو کې لیدل کېږي.
د سیمو اوسېدونکي وايي، د ترانسپورټ او نورو اسانتیاوو نشتوالی هم د ناروغانو پر وخت درملنه ځنډوي. د هسکې مېنې ولسوالۍ د ډاکترانو د اتحادیې مشر، ډاکتر زرغون شینواری، د سیمهییزو روغتونونو د تجهیزاتو کمښت تایید کړی او ویلي یې دي چې په ولسوالیو کې ځینې مسلکي ډاکتران د عملیاتو وړتیا لري، خو د ماشینونو او نورو وسایلو د نشتوالي له امله نه شي کولای ټولو ناروغانو ته لازم خدمات وړاندې کړي.
شینواري ویلي، کله چې په سیمه کې د ناروغ درملنه نه شي کېدای، هغه نورو روغتونونو ته لېږل کېږي؛ خو د خرابې هوا پر مهال د برښنا نشتوالی ستونزه نوره هم زیاتوي. د غزني، پکتیکا، بادغیس او هلمند یو شمېر ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو هم ازادي راډیو ته په خپلو سیمو کې د ورته کمښتونو یادونه کړې ده.
د کابل د صحت طفل یا اندراګاندي ماشومانو روغتون ډاکتر حنیف تسل ویلي، د اړینو تجهیزاتو او دوامدارې برښنا نشتوالی د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو مستقیم اغېز لري او د هغو ناروغانو ژوند هم له خطر سره مخ کولای شي چې درملنه یې ممکنه ده. د هغه په وینا، تخصصي روغتونونه باید فعال وینټلیټرونه او د جدي پاملرنې څانګې ولري، ځکه دغه وسایل دوامدارې برښنا ته اړتیا لري.
ازادي راډیو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د نظر اخیستو هڅه کړې، خو ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. د روغتیا نړیوال سازمان په مارچ ۲۰۲۶ کې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمښت پر افغان روغتیايي نظام فشار زیات کړی، او د روغتیايي چارو د همغږۍ ډلې په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د مالي ستونزو له امله لږ تر لږه ۴۲۲ لومړني روغتیايي مرکزونه او ګرځنده ډلې تړل شوې چې شاوخوا ۳،۳ میلیونه کسان یې له اړینو خدماتو اغېزمن کړي دي.