د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر پاکستان د سیمې امنیت ته ګواښ وباله

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو په ګډه دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو حکومت سفیر ګل‌حسن حسن پر پاکستان سختې نیوکې کړې دي. نوموړي وویل چې د ده په باور، اوس مهال د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته تر ټولو لوی ګواښ له پاکستانه متوجه دی.

حسن ادعا وکړه چې په پاکستان کې د داعش په ګډون ګڼې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي او له هغه هېواده افغانستان ته د وسله‌والو د لېږد هڅې کېږي. هغه پاکستان د افغانستان د حکومت د مخالفینو پر ساتنې، د نشه‌یي توکو او داعش د فعالیتونو لپاره د زمینه برابرولو او د بې‌ثباتۍ د عملي هڅو په ملاتړ تورن کړ.

د طالبانو حکومت سفیر وویل، د جولای پر ۲۴مه د وسله‌والو د یوې ډلې د چترال له لارې د بدخشان د زېباک ولسوالۍ او د سپټمبر پر ۲۵مه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ته د داخلولو هڅې شوې دي. د هغه په وینا، په دواړو پېښو کې د افغانستان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه هم شوي، خو په غونډه کې د دغو ادعاوو لپاره جلا شواهد وړاندې نه شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په همدې ناسته کې د طالبانو حکومت د افغانستان یو موجود واقعیت وباله او له کابل سره یې د نړیوال تعامل د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. هغه وویل، روسیه د داسې خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي چې له جګړې او نشه‌یي توکو پاک وي، او غواړي افغانستان په سیمه‌ییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل شي.

لاوروف د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې د روسیې استخباراتي معلومات ښيي، د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه لا هم فعال دي. د هغه په وینا، وسله‌وال د سیلانیانو او کډوالو په بڼه منځنۍ اسیا ته د ننوتلو هڅې کوي او د داعش خراسان څانګه د سیمې لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. نوموړي ادعا وکړه چې دغه ډله غواړي په کابل کې ثبات کمزوری او افغان خاوره د منځنۍ اسیا او روسیې پر ضد وکاروي.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول داعش خراسان، له شتون او منځنۍ اسیا ته د هغوی د احتمالي پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له کابله یې د سرحدي سیمو د څارنې د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. لاوروف د طالبانو حکومت د داعش پر ضد اقدامات او د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي تګلاره وستایله او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی. هغه د افغانستان د اقتصادي ستونزو مهم لامل د امریکا او ناټو له خوا د افغان شتمنیو کنګل کېدل وبلل.

پاکستان تر اوسه په دې غونډه کې پر مطرح شویو تورونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو په تېرو مواردو کې ورته ادعاوې رد کړې دي. دا په مسکو کې د طالبانو حکومت لومړنۍ نیوکه هم نه ده، ځکه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پر اسلام‌اباد توندې نیوکې کړې وې.