په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ؛ په یوه اونۍ کې ۵۱۷ کسان نیول شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه راپور له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورونې لړۍ دوام لري. یوازې په تېره یوه اونۍ کې د بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې ۵۱۷ افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د اسنادو نشتوالی او د جبري اخراج وېره د دې لامل شوې چې افغان کډوال له امنیتي او حقوقي فشارونو سره مخ شي. د راپور له مخې، د بېاسناده کډوالو ۹۵ سلنه د بېرته ستنېدو اصلي لامل جبري اخراج بلل شوی دی.
د یادو بنسټونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې شاوخوا دوه میلیونه او ۷۴۴ زره افغانان یوازې له پاکستانه ایستل شوي دي. دوی زیاتوي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له ۶.۵ میلیونو څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
راپور وايي، د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی په افغانستان کې بشري او اقتصادي ستونزې پراخې کړې دي. راستنېدونکي د لوړې بېکارۍ، د معیاري سرپناه د نشتوالي او روغتیايي خدمتونو، اوبو، برېښنا او نورو لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له ننګونو سره مخ دي. د ارزونو له مخې، ۷۷ سلنه راستنېدونکي په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو بشري کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول ښځو، محصلینو، ماشومانو او له خطر سره مخ پخوانیو کارکوونکو جبري اخراج ودروي او د نړیوالو نورمونو له مخې د هغوی د خوندیتوب لپاره عادلانه تګلاره غوره کړي.