عبدالکریم خرم: افغانستان ښايي پر روسیې د لوېدیځ د فشار نوې جبهه شي

افغان سیاستوال عبدالکریم خرم خبرداری ورکړی چې لوېدیځ ځواکونه او بهیرونه ښايي د افغانستان له لارې پر روسیې د سیاسي او امنیتي فشارونو نوې جبهه پرانیزي.
د خرم په وینا، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې له ماتې او استیضاح سره مخ شي، د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅې به ناکامې شي. نوموړي ویلي، لوېدیځ به له هغې وروسته هڅه وکړي چې د اوکراین ترڅنګ په نورو سیمو کې هم پر مسکو فشارونه زیات کړي.
هغه زیاته کړې چې سویلي اسیا، په ځانګړي ډول افغانستان، له هغو سیمو څخه دي چې ښايي د داعش او نورو افراطي ډلو د هڅولو له لارې پرې د منځنۍ اسیا او د روسیې د سویلي سرحدونو امنیت وننګول شي.
خرم وايي، په وروستیو کې د مسکو جدي اندېښنې او هغه بهرني تحرکات چې د پاکستان له لارې لیدل کېږي، ښيي چې روسیه په سیمه کې د دې احتمالي فشار او استخباراتي سیالیو له امله سخته اندېښمنه ده.