په لنکران کې دوه افغانان اذربایجان ته د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي

د اذربایجان سرحدي ځواکونو دوه افغان وګړي د دغه هېواد په لنکران سیمه کې نیولي دي.
د اذربایجان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د ایران له خاورې څخه په ناقانونه توګه اذربایجان ته واوړي.
د چارواکو په وینا، نیول کسان د سرحدي ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر څارنې لاندې راغلل او وروسته ونیول شول.
د پېښې په اړه د نورو جزییاتو، د نیول شویو افغانانو د هویت او د هغوی پر وړاندې د احتمالي قانوني اقدام په اړه په خپرو شویو معلوماتو کې څه نه دي ویل شوي.