پزشکیان: امریکا د تهران او واشنګټن د لنډمهالي تړون خبرې ناکامې کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکا له تهران سره د لنډمهالي تړون د خبرو پر ناکامېدو تورنه کړې، خو ټینګار یې کړی چې د دې تړون د نهايي کولو لپاره باید یو ځل بیا هڅې وشي.
پزشکیان د شنبې په ورځ د ایران پر دولتي ټلوېزیون خپرو شویو څرګندونو کې ویلي چې خبرې روانې وې، خو د ده په وینا، امریکایانو هر څه ګډوډ کړل. هغه زیاته کړې چې لا هم باور لري د تړون د نهايي کولو لپاره باید خبرې مخته ولاړې شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه د هوکړې هڅې تر اوسه نه دي بریالۍ شوې او دواړه لوري یو بل د دغو هڅو د ناکامولو مسؤل بولي.
پاکستان، چې د خبرو منځګړیتوب ته وړاندې شوی، یو ځل بیا ایران ته پلاوی استولی، خو تر اوسه د تازه خبرو د پیل په اړه کوم ډاډ نه دی ورکړل شوی.