رحمتالله اندر: طالبانو په افغانستان کې دین هم انحصار کړی

د جمهوري دولت پر مهال د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمتالله اندر وايي، طالبانو په افغانستان کې د واک ترڅنګ دین هم انحصار کړی دی.
اندر ویلي، اوس خلکو ته یوازې د هغه دیني تفسیر او تعبیر د بیان حق ورکړل شوی چې د طالبانو لپاره د منلو وړ وي.
تر دې وړاندې هم د نظام جوړونې، د ښځو د زدهکړو او کار، د بیان ازادۍ او د سیاسي مشارکت په اړه د طالبانو پر تګلارو نیوکې شوې دي. د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه او د خپلواکو رسنیو پر فعالیتونو فشارونه هغه موضوعات دي چې د طالبانو د حکومت په اړه یې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.
طالبان بیا د خپلو پرېکړو دفاع کوي او وايي، تګلارې یې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې دي.