د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پخوانی پاکستاني سفیر: له کابل سره د امنیتي ستونزو حل د خبرو له لارې ممکن دی

افغان اتلان · پښتو
پخوانی پاکستاني سفیر: له کابل سره د امنیتي اختلافونو حل په خبرو کې دی

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد باید له کابل سره د خپلو امنیتي اندېښنو د حل لپاره له پوځي چلند او فشار څخه ډډه وکړي او د خبرو او ګډې همکارۍ لاره خپله کړي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې د امنیتي ستونزو د حل لپاره یوه سټراټیژیکه هوکړه رامنځته شي. د هغه په وینا، دواړه هېوادونه کولای شي د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه په همغږۍ کار وکړي.

منصور احمد خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده. هغه ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات باید د فشار او زور پر ځای د مستقیمو خبرو او هوکړې له لارې حل شي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ویلي، پوځي تګلاره د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه شي کولای. هغه ادعا کړې چې افغانستان پاکستان ته په هغه کچه ګواښ نه دی چې اسلام‌اباد دې د پوځي اقدام لاره غوره کړي، او زیاته کړې یې ده چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو د آزادۍ پوځ په اړه موضوعات د رغنده خبرو له لارې د حل وړ دي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي چارو د ګډ میکانیزم د جوړېدو وړاندیز هم کړی، څو د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه وڅارل شي او اړوند معلومات د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په همغږۍ شریک شي. د هغه په باور، دا ډول همکاري کولای شي د متقابلو اندېښنو د ارزونې زمینه برابره کړي.

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې ویلي چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د اختلاف د سوله‌ییز حل ژمن دی. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندې، د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ دې د ستونزې د حل لپاره خبرې وشي.

د اسلامي امارت چارواکو مخکې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار اخیستنې ادعاوې رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې امنیتي اندېښنې د تورونو پر ځای له کابل سره په مستقیمو خبرو کې مطرح کړي. افغان شنونکي هم باور لري چې د دواړو هېوادونو روان کړکېچونه پوځي حل نه لري او د خبرو او متقابلې همکارۍ له لارې باید ورته د حل لاره ولټول شي.