د ننګرهار د یوه ځوان د ترافیکي پېښې وروسته کار او زدهکړې ودرېدې

په ننګرهار کې ۲۳ کلن عزتالله وايي، د جلالاباد ښار په یوه ترافیکي پېښه کې د چپ لاس له ماتېدو وروسته یې د کار او زدهکړو فرصتونه له لاسه ورکړي دي. هغه چې د خپلې نهه کسیزې کورنۍ مشر زوی دی، اوس د درملنې، عاید او د کورنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
عزتالله ازادي راډیو ته ویلي، هغه رکشه چې دی پکې سپور و، له یوه موټر سره ټکر شوه. د ده لاس تر پېښې وروسته عملیات شو، خو لا هم دروند کار نه شي کولی او د خپل بیان له مخې، له نیم یا یو کیلوګرام څخه زیات وزن نه شي پورته کولی.
نوموړي تر پېښې مخکې په ښار کې جواليګري کوله او په ورځنۍ مزدورۍ یې د کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروله. هغه څو میاشتې وړاندې له ښوونځي څخه په لوړو نمرو فارغ شوی و او غوښتل یې د کمپیوټر ساینس په برخه کې لوړې زدهکړې وکړي، خو د لاس ستونزې او د اقتصادي فشار له امله یې دا پلان عملي نه شو.
عزتالله وايي، له پېښې وروسته نه شي کولای خپل پخوانی کار ته دوام ورکړي او د پوهنتون د زدهکړو لګښتونه هم نه شي برابرولی. د هغه په وینا، کورنۍ یې اوس کله له یوه او کله له بل کس څخه پور اخلي. پلار یې مخکې په یوه دولتي لیسه کې ښوونکی و، خو د ده د معلوماتو له مخې، اوس د تقاعد معاش هم نه ترلاسه کوي.
د هغه قضیه په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له هغو پراخو پایلو سره تړاو لري چې یوازې د مرګژوبلې تر کچې نه محدودېږي. یو شمېر ټپیان له اوږدمهاله معلولیت، د کار له لاسه ورکولو، رواني او ټولنیزو ستونزو او د درملنې د لګښتونو له فشار سره مخ کېږي. د دغو کسانو کره شمېر معلوم نه دی.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست مخکې ویلي وو چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه تر جدي میاشتې پورې، په ترافیکي پېښو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي. د دې ریاست پخواني چارواکي عبدالودود خیرخواه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، لوړ سرعت او ناسم مخکې کېدل د پېښو له مهمو لاملونو ګڼلي او د سړکونو د جوړولو معیارونه یې هم د خوندیتوب لپاره ناکافي بللي وو.
د «معلولیت محدودیت نه دی» ټولنې مسوول سید صابر وايي، د ترافیکي پېښو قربانیان د وړیا درملنې، فزیوتراپي، رواني او ټولنیزو مشورو، مالي ملاتړ، کاري فرصتونو او مرستندویه وسایلو اړتیا لري. ازادي راډیو وايي، د شهیدانو او معلولینو چارو، عامې روغتیا او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ته یې د مرستو، ثبت، بیارغونې او مسلکي زدهکړو په اړه پوښتنې استولې، خو ځواب یې نه دی ورکړی. عزتالله هیله لري چې د لاس د درملنې، زدهکړو د بیا پیل او د داسې کار موندلو لپاره مرسته ترلاسه کړي چې د خپلې کورنۍ نفقه پرې برابره کړي.