د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

واشنګټن: له طالبانو سره د تعامل پر مهال دې هېوادونه احتیاط وکړي

افغان اتلان · پښتو
واشنګټن: له طالبانو سره د تعامل پر مهال دې هېوادونه احتیاط وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکېن د سفر په اړه ویلي چې ټول هېوادونه باید له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ په معنا تمامېدای شي.

د راپورونو له مخې، ناریشکېن د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۴مه، کابل ته تللی و. نوموړي هلته د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د دغو ناستو د اجنډا او پایلو په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو راپورونه وايي چې د روسیې او طالبانو استازو د استخباراتي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن طالبان لا هم د «ځانګړې ترهګرې ډلې» په توګه پېژني. وزارت زیاته کړې چې دا دریځ پخپله د کابل او مسکو د وروستي تعامل په اړه د امریکا اندېښنه څرګندوي.

د دغه وزارت په بیان کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو او همکاریو پر مهال احتیاط وکړي. په بیان کې ویل شوي چې هر هغه اقدام چې د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ ورڅخه واخیستل شي، د امریکا له خبرداري سره مخ دی.

روسیه تر دې دمه یوازینی هېواد بلل شوی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. مسکو په دې موده کې د طالبانو چارواکي ځینو غونډو ته وربللي هم دي، خو امریکا او نړیوالې ټولنې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر واک لاندې افغانستان په هغه لست کې هم شامل کړی چې د سرچینې د معلوماتو له مخې، پکې هغه دولتونه راځي چې خلک د پیسو ترلاسه کولو یا سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره په ناقانونه او خپل‌سرې توګه نیسي او توقیفوي.