د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

راستانه شوي افغان مسلکي کارګران د هېواد په تولیدي فابریکو کې په دندو بوخت شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له ایران او پاکستانه افغانستان ته د راستانه شویو افغانانو په ډله کې یو شمېر مسلکي کارګران په هېواد کې د بوټونو، څپلیو او جامو جوړولو په فابریکو کې پر دندو ګومارل شوي دي. د فابریکو مسوولان وايي، دغو کارګرانو د بهرنیو تخنیکي کسانو ځای نیولی او د تولید په بهیر کې مهم رول لري.

په کابل کې د پلاستیکي څپلیو او چرمي بوټونو په یوه فابریکه کې تر دې مخکې شاوخوا ۲۰ بهرني مسلکي کارګران، چې ډېری یې پاکستانیان وو، کار کاوه. د فابریکې د مشر په وینا، اوس یوازې دوه بهرني کسان د ماشینونو په تخنیکي برخه کې پاتې دي او د نورو کارګرانو ځای هغو افغانانو نیولی چې په وروستیو کې له پاکستانه راستانه شوي دي.

محمد صادق له څلورو نورو افغان کارګرانو سره په پاکستان کې د څپلیو او بوټونو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې کار زده کړی و. نوموړی وايي، له راستنېدو وروسته یې په کابل کې په اسانۍ دنده وموندله او اوس له خپلو پخوانیو همکارانو سره یو ځای کار کوي. د هغه په وینا، په افغانستان کې یې عاید د پاکستان په پرتله شاوخوا درې زره افغانۍ زیات شوی دی.

په جلال‌اباد کې د اخلاص د جامو جوړولو فابریکه هم وايي، چې پخوا یې د مسلکي کارګرانو له کمښت سره مخ وه. د فابریکې مشر بلال احمدیار ویلي، له پاکستانه د تازه راستنو شویو افغانانو د جذب لپاره یې پر ټولنیزو رسنیو اعلانونه خپاره کړل او اوس له ۲۰ ډېر ماهر کارګران ورسره کار کوي. په دې فابریکه کې مکتب بکسونه، خولۍ، جمپرونه او نورې جامې جوړېږي.

اسدالله او امان‌الله خان، چې په پاکستان کې یې د جامو جوړولو په صنعت کې کار کاوه، اوس په همدې فابریکه کې دنده لري. دوی ویلي، له راستنېدو مخکې د کار د نشتوالي او د ژوند د لګښتونو د برابرولو په اړه اندېښمن وو، خو اوس یې د خپلو کورنیو د لګښتونو لپاره کار پیدا کړی دی.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په سرحدي ولایتونو کې یې د مسلکي راستنېدونکو افغانانو د ثبت او د هغوی د وړتیاوو د تثبیت لپاره کاري ډلې ګومارلې دي. د وزارت د ویاند محمد صدیق په وینا، ثبت شوي کارګران د خپلو مهارتونو له مخې اسناد ترلاسه کوي او خصوصي فابریکو، دولتي شرکتونو او صنعتي پارکونو ته ورپېژندل کېږي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ادعا کوي، چې له پاکستان او ایران څخه ځینو راستنو شویو صنعت‌کارانو او پانګه‌والو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې له ۸۰ میلیون ډالرو ډېره پانګونه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، هر راستون شوی فابریکه‌وال له ځان سره د کار تجربه او مسلکي کسان هم راوستلي دي.

د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې راستنو شویو صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته په صنعتي ښارګوټو کې له ۳۶۰ جریبو ډېره ځمکه سپارل شوې ده. چارواکي تمه لري، چې د دغو فعالیتونو له پراخېدو سره به نور کاري فرصتونه هم رامنځته شي؛ خو د راستنو شویو مسلکي کارګرانو کره ټولیز شمېر نه دی ښودل شوی.