نړیوال بانک: اقتصادي وده به د افغانانو د ژوند فشارونه ژر کم نه کړي

نړیوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي، خو د نفوس د چټک زیاتوالي له امله به دغه وده د خلکو د ژوند په کچه د پام وړ ښهوالی رانه ولي. د بانک د مني په تازه ارزونه کې ویل شوي چې د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید به ۳،۳ سلنه کم شي.
د راپور له مخې، اټکل شوې اقتصادي وده تر ډېره د کرنیزو حاصلاتو له ښه کېدو سره تړاو لري؛ خو بېکاري، د خوراکي توکو لوړې بیې او د اوبو کمښت د افغان کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیاتوي. دا به د هر وګړي پر سر د اقتصادي تولید د کمېدو درېیم پرلهپسې کال وي.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ورځنیو مزدورانو د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۴ سلنه لږې کاري ورځې لرلې. د هغوی د اونۍ عاید د تېر کال په پرتله دومره کم شوی و چې د غنمو د اوړو د پېرلو توان یې ۲۷ سلنه راټیټ شوی و.
د نړیوال بانک په ارزونه کې د خوړو د خوندیتوب نړیوالې کچې ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د همدې کال په سپټمبر او اکتوبر کې نږدې ۱۵،۹ میلیونه کسان له سختې خوړو خوندیتوب ستونزې سره مخ وو. بانک همداراز د افغانستان د اوبو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او وايي چې هېواد له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځنۍ کچه ۴،۹ میلیارده مکعب متره د څښاک اوبو زېرمه له لاسه ورکوي.
په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بېرته پوره کېدو له کچې نږدې څلور برابره چټکۍ سره ایستل کېږي. د اوبو کمښت د کرنې او کلیوالو خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري؛ ځکه کرنه د هېواد د ۴۶ سلنه وګړو د کار سرچینه ده او د افغانستان ۹۵ سلنه اوبه په همدې برخه کې مصرفېږي.
نړیوال بانک اټکل کوي چې اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳،۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳،۵ سلنې ته ورسېږي. سره له دې، د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید به په ۲۰۲۸ کال کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي. بانک د سوداګریزو لارو ثبات، د کارموندنې پراختیا، د اوبو او کرنیزو زېربناوو بیارغونه، او ښځو او نجونو ته د زدهکړې او کار د لاسرسي پراخول د وضعیت د ښه کېدو مهمې لارې بللې دي.