مسکو: په افغانستان کې د امریکا پوځي اډه به سیمه له ګواښ سره مخ کړي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي تاسیساتو بیا جوړول به د سیمې ټولو هېوادونو ته مستقیم ګواښ رامنځته کړي.
نوموړي ویلي، امریکا لا هم په افغانستان کې د خپلو پوځي تأسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کوي. د هغه په وینا، د داسې اډې جوړېدل به یوازې د افغانستان پر وضعیت اغېز ونه کړي، بلکې د سیمې د هېوادونو امنیت به هم له خطر سره مخامخ کړي.
ونیدیکتوف څرګنده کړې چې له کابل سره د روسیې د امنیتي خبرو اترو له مهمو موخو څخه یوه دا ده چې افغانستان ته د سیمې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي تاسیساتو د بېرته ستنېدو مخه ونیول شي. هغه له افغانستان سره د مسکو همکاري څو اړخیزه بللې او ویلي یې دي چې دا اړیکې د روسیې د ملي ګټو، د امنیت د ټینګښت او په اوراسیا کې د سولهییز او باثباته چاپېریال د رامنځته کېدو په چوکاټ کې ارزښت لري.
د روسیې دغه چارواکي ویلي، مسکو یوازینی هېواد نه دی چې له افغانستان سره اړیکې لري، بلکې د سیمې نږدې ټولو هېوادونو له کابل سره مستقیم تماسونه ساتلي دي. د هغه په خبره، د شانګهای همکاریو سازمان هم د خپلې پخوانۍ تماس ډلې له لارې له افغانستان سره د همکارۍ د بیا پیل موضوع څېړي.
د ونیدیکتوف په وینا، د مسکو او کابل اړیکې د بهرنیو چارو وزارتونو، دولتي ادارو او سوداګریزو کړیو له لارې په بېلابېلو برخو کې پراخېږي. دواړو لوریو مخکې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره ګډه کاري ډله جوړه کړې او د اړیکو د حقوقي چوکاټ د پیاوړتیا لپاره هم هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړې چې له کابل سره اقتصادي همکاري د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د سیمهییزو پروژو د پلي کېدو لپاره مهمه ده. په همدې حال کې، اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو له هر ډول شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.