مادرید کې د افغان ښځو د حقونو د نقض د حساب ورکونې غوښتنه وشوه

د هسپانیې په پلازمېنه مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» تر نوم لاندې څلورمه نړیواله غونډه د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت او د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکونې پر اړتیا متمرکزه وه. غونډه دوه ورځې روانه وه او د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت او «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په همکارۍ جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې له افغانستانه بهر مېشتو لسګونو ښځینه مشرانو، د هغوی نارینه ملاتړو، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع د عدالت او سولې په ټینګښت کې د افغان ښځو مشرتوب او د حساب ورکونې له لارې د هغوی د حقونو ملاتړ و.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوېل البارس په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، سیاسي ګډون او د تګ راتګ پر ازادۍ لګېدلي محدودیتونه د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او بېلوالي نظام جوړوي. نوموړي دغه وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله او ویېویل چې هسپانیه په نړیوالو قوانینو کې د دې کړنې د جرم په توګه د پېژندلو ملاتړ کوي.
البارس ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض عاملان باید حساب ورکړي. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو سرغړونې وڅېړي، مستندې یې کړي او د معافیت د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. نوموړي اعلان وکړ چې هسپانیې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه نوي خپلواک مېکانیزم د فعالیت د پیل په موخه مالي مرسته برابره کړې ده.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هېواد یې به تر هغه د طالبانو حکومت په رسمیت ونهپېژني، څو د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي. د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ مشرې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي د هسپانیې له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویېویل چې د افغانستان وضعیت یوازې بشري او د بشري حقونو بحران نه، بلکې سیاسي بحران هم دی؛ ځکه د هغې په خبره، طالبان واک لري، خو خلک د خپل هېواد د راتلونکي له پرېکړو څنډې ته شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرمیلا پتن وویل چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیکې ځورونې له تر ټولو سختو بېلګو څخه دی. هغې د سرغړونو د مستندسازۍ او د شواهدو د خوندي ساتلو غوښتنه وکړه، څو د عدالت او احتمالي حساب ورکونې په بهیرونو کې ترې کار واخیستل شي. دا غونډه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې، چې د نومبر په ۲۵مه لمانځل کېږي، په درشل کې جوړه شوې وه.