د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له پاکستاني زندانونو د ۲۹۵ افغانانو له خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شول

افغان اتلان · پښتو
له پاکستاني زندانونو د ۲۹۵ افغانانو له خوشې کېدو وروسته هېواد ته ستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې له پاکستاني زندانونو ۲۹۵ افغان کډوال خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له خوشې شویو کسانو څخه ۳۲ تنه د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي، په داسې حال کې چې ۲۶۳ نور د تورخم له لارې راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، راستنېدونکي کسان د اړوندو لېږد امریتونو کې ثبت شوي دي. دغه کسان تر ثبت وروسته له بشري مرستو هم برخمن شوي دي.

وزارت زیاتوي چې له ثبت او مرستو وروسته یاد افغانان خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. په خبرپاڼه کې د هغوی د نیول کېدو د لاملونو یا په پاکستان کې د بند د مودې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.