د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له مزارشریف څخه جدې ته د اریانا افغان مستقیمې الوتنې پيل شوې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

اریانا افغان هوايي شرکت د بلخ له مرکز مزارشریف څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته مستقیمې الوتنې پیل کړې. د شرکت د معلوماتو له مخې، د دې نوې لارې په لومړۍ الوتنه کې ۲۱۱ مسافر جدې ته انتقال شول.

په بلخ کې د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو ویلي، جدې له استانبول وروسته دویم نړیوال ښار دی چې دغه شرکت ورته له مزارشریف څخه مستقیمې الوتنې ترسره کوي. د دغې لارې په پرانیستل کېدو سره د شمالي ولایتونو اوسېدونکي کولی شي د جدې پر لور له مزارشریف څخه مستقیم سفر وکړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت د بلخ د استازولۍ مدیر مطیع‌الله نصرت ویلي، شرکت هره اوونۍ له مزارشریف څخه درې کورنۍ او دوه بهرنۍ الوتنې لري. د هغه په وینا، له دې الوتنو یوه یې استانبول ته ده او بله یې اوس جدې ته پیل شوې ده.

د شرکت د معلوماتو له مخې، د مزارشریف او کابل ترمنځ هم په اوونۍ کې درې الوتنې ترسره کېږي. دغه راز، د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر له لارې ایران، ترکیې او سعودي عربستان ته د څلورو هوايي شرکتونو الوتنې ترسره کېږي.

د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د جدې لپاره د مستقیمو الوتنو له پیل څخه خوښي څرګنده کړې ده. هغوی ویلي، دا لاره به د سفر بهیر اسانه کړي او د وخت او لګښتونو په کمېدو کې به مرسته وکړي. مسافرو عبدالعظیم او سخي‌داد هم ویلي چې پخوا د سفر پر مهال له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د مستقیمې الوتنې له امله ورته اسانتیاوې زیاتې شوې دي.

د مزارشریف او کابل ترمنځ د کورنیو سفرونو لپاره هم هره ورځ د دوو کورنیو هوايي شرکتونو له لوري له دوو تر درېیو الوتنو پورې ترسره کېږي.