د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

روسیه او د ډله‌ییز امنیت سازمان غړي تاجکستان ته پوځي تجهیزات ورکوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ډله‌ییز امنیت سازمان سرمنشي طالعاتبیک مسادیقوف وايي، روسیه او د دغه سازمان نور غړي هېوادونه به د روان کال تر پایه تاجکستان ته پرمختللي پوځي وسایل او تجهیزات وسپاري.

د هغه په وینا، له قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بیلاروس څخه تاجکستان ته د دغو مرستو لېږد به د روان مني په بهیر کې ترسره شي.

مسادیقوف ویلي، د دې پروګرام اصلي موخه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې تجهیزول او د پولې د امنیت ساتل دي.

د ډله‌ییز امنیت سازمان سرمنشي ټینګار کړی، چې د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د سرحدي ظرفیتونو د پیاوړتیا پروګرام د افغانستان پر وړاندې ګواښ نه دی، بلکې د سرحدونو د امنیت او کنټرول لپاره عملي کېږي.