د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ایران: پر خاوره هر پوځي برید به له مستقیم ځواب سره مخ شي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، که هر هېواد پر ایران پوځي برید وکړي، د سپاه پاسداران جنګیالي به د بریدګر هېواد پر خاوره برید او مستقیم یرغل وکړي.

محبي ټینګار کړی چې ایران د خپلې خاورې او امنیت د دفاع لپاره چمتو دی او د ده په وینا، د دښمن هره ناسمه محاسبه به ورته درانه پایلې ولري.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران د دغو ګواښونو او په سیمه کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په غبرګون کې ویلي چې اسرائیل له یوه وجودي ګواښ سره مخ دی. هغه په ایران کې د اوسني حاکم رژیم نسکورول د دې وضعیت د پای ته رسولو تر ټولو مهمه لار بللې ده.

نتانیاهو زیاته کړې چې پوځ، موساد او امنیتي ادارو ته یې د دې هدف لپاره لازمې لارښوونې ورکړې دي. هغه ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورسره موافق دی چې دا کار باید په ګډه تر پایه ورسول شي.