راشد خان د نړیوال کرېکټ ۲۵۰ لوبو پړاو ته ورسېد

د افغانستان د کرېکټ مخکښ لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په نړیوال کرېکټ کې د ۲۵۰ لوبو پړاو بشپړ کړ. هغه د افغانستان لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې لوبېدلی او د خپلې اغېزمنې توپاچونې له امله د نړۍ له نوموتو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.
راشد خان په ۲۰۱۵ کال کې، د زېمبابوې پر وړاندې، خپله لومړۍ نړیواله لوبه ترسره کړه. له هغه وخت راهیسې یې شپږ ټېسټ، ۱۲۶ یو ورځنۍ او ۱۱۸ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړې دي. په دغو ټولو سیالیو کې یې د ۴۷۹ لوبغاړو د سوځولو ریکارډ ثبت کړی دی.
د هغه تر ټولو ډېرې وېکټې په یو ورځنیو لوبو کې دي. راشد خان په ۱۲۶ پنځوس اوریزو سیالیو کې ۲۳۷ وېکټې اخیستې او د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی چې په دې فارمټ کې یې له ۲۰۰ څخه ډېرې وېکټې ترلاسه کړې دي. په ۲۰۱۷ کال کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې د ۱۸ منډو په بدل کې اووه وېکټې واخیستې، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو غوره توپاچونه بلل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز له سونیل نارین وروسته دویم لوبغاړی دی چې په چټکۍ سره یې ۱۰۰ وېکټې بشپړې کړې دي. په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې بیا د ۱۹۷ وېکټو په لرلو سره د ټولو لوبغاړو په پرتله تر ټولو لوړ شمېر لري. د ده غوره شل اوریزه توپاچونه هغه مهال وه چې په درېیو منډو یې پنځه لوبغاړي وسوځول.
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د ۱۰۰ وېکټو د ژر بشپړولو ریکارډ هم لري او د دې فارمټ تر ټولو ځوان لوبډلمشر پاتې شوی دی. هغه په همدې سیالیو کې تر بل هر لوبغاړي ډېر ځله په یوه لوبه کې څلور وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ نړیوالې شورا د درجهبندۍ له مخې، نوموړی اوس د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو مخکښ توپاچوونکی هم دی.
په ټېسټ کرېکټ کې راشد خان شپږ لوبې کړې او ۴۵ وېکټې یې اخیستې دي. د دې فارمټ تر ټولو غوره فعالیت یې د ۶۶ منډو په بدل کې د اوو وېکټو اخیستل دي. هغه په ۲۰ کلنۍ او ۳۵۰ ورځو کې د ټېسټ لوبډلې تر ټولو ځوان کپتان هم پاتې شوی، خو د ټپونو له امله یې په وروستیو کې په ډېرو ټېسټ سیالیو کې ګډون نه دی کړی.
راشد خان یوازې په توپاچونه کې نه، بلکې په توپوهنه کې هم د افغانستان لپاره مهمه ونډه لري. هغه په ستونزمنو شیبو کې چټکې منډې جوړې کړې دي. سربېره پر دې، د ملي لوبډلې ترڅنګ په بېلابېلو نړیوالو شل اوریزو لیګونو کې د نوموړي حضور د افغانستان د کرېکټ د پېژندنې او پراختیا په برخه کې هم د پام وړ رول لري.