د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

خلیلزاد: پاکستان ښايي د وسلوالو پر وړاندې د جګړې لپاره افغانان جذب کړي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستاني پوځ هڅه کوي د دې هېواد پر ضد د وسلوالو پر وړاندې د جګړې لپاره افغانان جذب او استخدام کړي.

خلیلزاد زیاته کړې، تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستان د طالبانو مخالفو ډلو ته وسلې ورکوي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان او طالبانو اړیکې چې له وړاندې له کړکېچ سره مخ دي، ښايي لا خرابې شي. هغه ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لا ترینګلتیا احتمال زیات دی.