د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

راستانه شوي افغانان په کابل او ننګرهار کې د خپلو مهارتونو پر مټ کاروبارونه کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له پاکستانه افغانستان ته راستانه شویو یو شمېر افغانانو، د اقتصادي ستونزو او د کار د محدودو فرصتونو سربېره، د کډوالۍ پر مهال له ترلاسه کړو تجربو څخه په ګټې اخیستو واړه کاروبارونه پیل کړي دي. دوی وايي، هڅه کوي له همدې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر او د کار زمینه نورو کسانو ته هم برابره کړي.

په کابل کې نورالله، چې شاوخوا یو کال وړاندې له کراچۍ ښار څخه راستون شوی، د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې هوټل چلوي. نوموړي په پاکستان کې هم هوټل درلود او افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې پرېکړه کړې چې هماغه کسب په خپل هېواد کې بیا پیل کړي.

نورالله وايي، د راستنېدو پر مهال یې د کار او راتلونکي په اړه اندېښنې لرلې، خو اوس د خپل کاروبار له وضعیت خوښ دی. د هغه په وینا، هوټل یې مشتریان لري او له عاید څخه یې د کورنۍ د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کېږي.

د کابل د کارته نو په سیمه کې سید اغا هم د چایو او پراټو د پلورلو کوچنی دوکان جوړ کړی دی. هغه وايي، کاروبار یې روان دی او تر څنګ یې څو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده. سید اغا باور لري چې، سره له پراخې بې‌روزګارۍ، د کوچنیو کاروبارونو پراختیا کولای شي د ځینو کورنیو اقتصادي فشارونه کم کړي.

په ننګرهار کې عبدالله، چې له راستنېدو مخکې یې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د جامو د ګنډلو کارخونه لرله، په جلال‌اباد ښار کې یې ورته کاروبار پیل کړی دی. نوموړي په خپله کارخونه کې نږدې لس د ګنډلو ماشینونه نصب کړي او وايي، لسګونه کسان ورسره کار کوي؛ ډېری کارکوونکي یې هغه افغانان دي چې پخوا په پېښور کې هم ورسره بوخت وو.

عبدالله له افغان سوداګرو غوښتنه کوي چې په هېواد کې کارخونې او نور تولیدي مرکزونه جوړ کړي، څو راستنو شویو او نورو بې‌کاره کسانو ته د کار فرصتونه برابر شي. د کارخونې یو کارکوونکی تورخان هم وايي، له پاکستانه د راتلو پر مهال یې تر ټولو لویه اندېښنه د کار موندل وو، خو اوس د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره عاید لري.

سره له دې هڅو، نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدل د هېواد پر کمزوري کاري بازار فشار زیاتوي او ډېر راستانه شوي کسان لا هم بې‌روزګاره دي. په کابل او ننګرهار کې د دغو کسانو تجربې ښيي چې واړه کاروبارونه د عاید او کار یوه لاره کېدای شي، خو د پراخو اقتصادي ستونزو د حل لپاره لا نورو فرصتونو ته اړتیا شته.