د امریکا سترې محکمې د افغانې ماشومې د فرزندۍ قضیه بیا ونه څېړله

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د یوې افغانې ماشومې د فرزندۍ اړوند د قضیې د بیاکتنې غوښتنه رد کړه. ماشومه هغه مهال ډېره کوچنۍ وه چې مور او پلار یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه عملیات پر مهال ووژل شول.
د راپورونو له مخې، دغه ماشومه د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې د یوې کلیوالې سیمې پر یوه کور د برید له وروسته د ودانۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ راوایستل شوه. په دغه عملیاتو کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د افغان ځواکونو له همکارۍ ګټه اخیستې وه او ماشومه د درملنې لپاره بګرام هوايي اډې ته انتقال شوه.
جوشوا مېسټ، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پوځي وکیل و، او مېرمنې یې هغه مهال د ماشومې د فرزندۍ پرېکړه وکړه. وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ، د ماشومې د ژوندیو افغان خپلوانو د موندلو هڅه وکړه.
د دغو هڅو په پایله کې د ماشومې د تره زوی او د هغه مېرمن د هغې خپلوان وپېژندل شول. افغانې جوړې د ۱۸ میاشتو لپاره د ماشومې پالنه وکړه، خو د مېسټ کورنۍ له هغوی پرته له خبرولو د ویرجینیا ایالت له محکمې څخه د فرزندۍ وروستی حکم ترلاسه کړ.
په ۲۰۲۱ کال کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال، مېسټ له دغې افغانې کورنۍ سره د هېواد په پرېښودو کې مرسته وکړه. خو کله چې هغوی امریکا ته ورسېدل، نوموړي ماشومه، د افغان خپلوانو له اعتراض سره سره، د کډوالو د بیا مېشتېدنې له یوه مرکز څخه له ځان سره یووړه.
افغانې جوړې وروسته محکمې ته ولاړې او د فرزندۍ د حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه. په ویرجینیا کې لومړنیو محکمو د هغوی په ګټه پرېکړه وکړه، خو د دغه ایالت سترې محکمې د شپږ میاشتني قانوني مهلت پر بنسټ د مېسټ د کورنۍ په ګټه حکم صادر کړ.
د ماشومې افغان خپلوانو بیا د امریکا له سترې محکمې وغوښتل چې قضیه له سره وارزوي. د هغوی غوښتنې ته په افغانستان کې د امریکا د یوه پخواني سفیر، متقاعدو پوځيانو او د نړیوالې فرزندۍ د ملاتړ کوونکو ډلو ملاتړ هم څرګند شوی و، خو سترې محکمې د قضیې د بیا څېړلو غوښتنه و نه منله.
د مېسټ کورنۍ، چې ماشومه له څو کلونو راهیسې ورسره ژوند کوي، د افغان مدعیانو د خپلوۍ ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. دې کورنۍ ویلي چې د قضیې بیا پرانیستل ښايي د اووه کلنې ماشومې پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.