د ځوانانو اسیا کپ کې افغانستان د سریلانکا الف لوبډلې ته مات شو

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د ځوانانو د اسیا کپ سیالیو خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې وبایلله.
دا پنځوس اوریزه لوبه د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه. افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې د اننګز تر پایه په میدان کې پاتې شي او ټوله لوبډله یې د ۱۳۹ منډو په جوړولو وسوځېده. درویش رسولي د افغانستان لپاره تر ټولو اغېزمن توپوهونکی و؛ هغه په ۸۹ توپونو ۸۰ منډې وکړې.
د سریلانکا الف لوبډلې د افغانستان ټاکلی هدف په ۲۲م اور کې ترلاسه کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه. د افغان توپ اچوونکو له ډلې نوید ځدراڼ د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول، خو د افغانستان لپاره یې د بریا لپاره بسنه ونه کړه.
افغانستان به د دې ماتې وروسته په سیالیو کې خپله راتلونکې لوبه د نومبر په ۲۱مه د بنګلهدېش پر وړاندې ترسره کړي.