د طالبانو پخوانی غړی منیر فاروقي په بریتانیا کې مړ شوی

د طالبانو پخوانی وسلهوال منیر فاروقي د بریتانیا په یوه زندان کې مړ شوی دی. د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی ۶۹ کلن و.
د زندانونو او مشروطې ازادۍ د څار اړوندې ادارې ویلي چې فاروقي د سپټمبر پر ۲۷مه د Durham سیمې په فرانکلنډ زندان کې ساه ورکړې ده.
فاروقي په ۲۰۱۱ کال کې د ترهګریزو کړنو د پلانولو، د وژنو لپاره د نورو کسانو د هڅولو په درې مواردو او د ترهګرۍ اړوندو تبلیغاتي موادو د خپرولو او وېشلو په تور محکوم شوی و.
د راپورونو له مخې، هغه په Manchester ښار کې افراطي مطالب او ویډیوګانې خپرولې او ځوانان یې هڅول چې په بهرنیو جګړو کې برخه واخلي.
د فاروقي د مړینې علت تر اوسه نه دی روښانه شوی او د بریتانیا اړوندې ادارې په دې اړه څېړنې کوي.