د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د سیمه‌ییزو شخړو له امله د افغانستان د هوايي حریم عواید نږدې ۵۰ سلنه لوړ شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو حکومت وايي، په منځني ختیځ او سیمه کې د جګړو او امنیتي ګډوډیو له زیاتېدو وروسته د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر شاوخوا ۵۰ سلنه ډېر شوی او ورسره د دې مسیر عواید هم نږدې په همدې کچه لوړ شوي دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوه لوړپوړي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ازادي راډیو ته ویلي چې اوس هره ورځ نږدې ۵۵۰ ملکي سوداګریزې الوتنې د افغانستان له حریم څخه پرته له کوزېدو تېرېږي. د چارواکي په وینا، د هرې الوتنې فیس ۷۰۰ ډالر ټاکل شوی دی.

د وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له دې لارې په اوونۍ کې شاوخوا ۲،۷ میلیونه ډالر، په میاشت کې ۱۱ میلیونه او ۵۵۰ زره ډالر او په کال کې نږدې ۱۴۰ میلیونه او ۵۲۵ زره ډالر عواید ترلاسه کېږي. چارواکي ویلي، دغه پیسې ملي بودجې ته جمع کېږي او د مالي کال په پای کې د پراختیايي پروژو لپاره اړوندو ادارو او وزارتونو ته وېشل کېږي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اروپا، منځنۍ اسیا او ختیځې اسیا ډېری الوتنې اوس د بحرین، عراق، ایران او سعودي عربستان د مسیرونو پر ځای د افغانستان له هوايي لارې د بدیل په توګه استفاده کوي. دا بدلونونه په داسې مهال رامنځته شوي چې په سیمه کې جګړو او ناامنیو د الوتنو لپاره ځینې نور مسیرونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هوايي چلند کارپوه اصف فقیري وايي، د نړیوالو اصولو له مخې هېوادونه کولای شي هغه مهال د خپل هوايي حریم فیس لوړ کړي چې د ناامنیو یا پېښو له کبله د الوتنو شمېر پر یوه مسیر زیات شي. خو نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د نړیوالې نه‌پېژندنې له امله د افغانستان د هوايي حریم د عوایدو په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ دی او اوسنی فیس د هېواد له احتمالي ظرفیت څخه ټیټ دی.

د ځینو نړیوالو راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته یو شمېر هېوادونه د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو پر مهال د بیمې اضافي لګښتونه ورکوي. د دغو لګښتونو اندازه د الوتنې له مسیر، بار، ډول او اندازې سره توپیر لري. فقیري وايي، د نړیوالو بندیزونو، د هوايي ترافیک د کنټرول او امنیتي مدیریت اړوند اندېښنو له کبله افغانستان نه شي کولای له دې عوایدو بشپړه ګټه واخلي.

اقتصادپوه اذرخش حافظي دغه عواید د بهرنۍ مرستې د کمښت په شرایطو کې د پراختیايي پروژو لپاره یوه مهمه احتمالي سرچینه بولي. نوموړي ټینګار کړی چې که پیسې په روڼ او اغېزمن ډول راټولې او ولګول شي، روغتیا، پوهنې، عامه خدمتونو او ټرانسپورټي زېربناوو سره مرسته کولای شي؛ خو یوازې د هوايي حریم عواید د افغانستان اقتصادي ستونزې نه شي هوارولای.