د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان له زېمبابوې سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ سیالي پیلوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن په ابوظبۍ کې د زېمبابوې پر وړاندې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ خپله لومړۍ سیالي ترسره کوي. په دې لوبلړۍ کې بنګله‌دېش هم ګډون لري.

د سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر رحمت‌شاه زرمتي وګټله او پرېکړه یې وکړه چې افغانستان به لومړی توپ وهنه کوي. زېمبابوې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته په ۹۹ منډو ماتې ورکړې وه.

افغانستان په دې سیالۍ کې له رحمان‌الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، رحمت‌شاه زرمتي، حشمت‌الله شهیدي، اعظمت‌الله عمرزي، محمد نبي عیسی‌خېل، راشد خان، الله‌محمد غضنفر، ضیاءالرحمن او فضل‌الحق فاروقي سره لوبه کوي.

زېمبابوې د افغانستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې دوه بدلونونه راوستي دي. د دغه هېواد لوبډلمشر سکندر رضا ویلي چې کراېګ اېروین او نېومن نیامهوري د ټپي کېدو له امله له لوبډلې بهر شوي دي.

د زېمبابوې په ترکیب کې د دغو لوبغاړو پر ځای د منځني ترتیب توپ وهونکی ریان بورل او منځني تېز توپ اچوونکی اېرنېست ماسوکو شامل شوي دي.

د افغانستان، زېمبابوې او بنګله‌دېش ترمنځ دا لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.