د افغانستان په غرنیو سیمو کې لومړۍ واورې؛ د لارو او ژمنیو مرستو اندېښنې زیاتې شوې

د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې د روان کال لومړۍ واورې ورېدلې دي. که څه هم د واورې اورښت د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره د خوښۍ سبب بلل کېږي، خو ورسره د سړې هوا، د لارو د احتمالي بندېدو او د خوړو او سرپناه د کمښت اندېښنې هم راپورته شوې دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي چې د سالنګ پر لویه لار په ځینو برخو کې واوره اوري، خو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو جدي خطر نه لیدل کېږي. هغه دا څرګندونې په خپله فېسبوک پاڼه کړې دي.
د سالنګ ترڅنګ په پنجشېر ولایت کې هم د سیمې چارواکو د لوړو غرو پر لمنو او درو د واورې ورېدو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د ولایتي ادارې ویاند سیفالدین لټون ویلي چې له واورې سره سم د لرې پرتو سیمو د خلکو د خوندیتوب او اړتیاوو د پوره کولو لپاره د چارواکو ترمنځ خبرې او ناستې پیل شوې دي.
لټون بيبيسي ته ویلي چې د یونیسف د مرکزي زون مشرې دیتري او د روغتیا برخې مشر سلیمانخېل له پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم سره کتلي او په راتلونکي ساړه موسم کې یې له کورنیو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، د ژمي له سختېدو سره فرعي لارې او درو ته غځېدلي سړکونه ډېری وخت بندېږي او خلک له خپلو ورځنیو اړتیاوو سره مخامخ پاتې کېږي.
د پنجشېر، نورستان، کونړ او نورو غرنیو ولایتونو ډېرې کورنۍ هڅه کوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې خواړه، سون توکي او نور ضروري مواد برابر کړي، ځکه د واورې له امله د تګ راتګ له محدودېدو وروسته د اړتیا وړ توکو موندل اسانه نه وي. په ځینو سیمو کې د محلي هټیو بیې هم لوړېږي او خلک د خپلو کرنیزو محصولاتو او دودیزو وسایلو له لارې د اړتیاوو د پوره کولو هڅه کوي.
د پاکستان او ایران له کډوالۍ تازه خپلو سیمو ته ستانه شوې کورنۍ ښايي د ژمي له سختیو سره لا زیاتې ستونزې ولري. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو کورنیو یو شمېر په وړو او ګڼ مېشتو کورونو کې ژوند کوي او ځینې نورې په لنډمهالو مېشتغالو کې ځای پر ځای شوې دي. له بلې خوا، واوره د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره د امید وړ ده، ځکه د افغانستان په پراخو برخو کې وچکالۍ د کرنې او د خلکو د ژوند پر نورو برخو سخت اغېز کړی دی.