برهم صالح: افغانستان ته د راستنېدونکو لپاره دې نړیوال ملاتړ عملي شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر برهم صالح له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
صالح د دې ادارې د اجرائیوي کمېټې په غونډه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، د دغو کسانو له ډلې ځینې په سختو شرایطو او د خپلې خوښې خلاف بېرته هېواد ته تللي دي.
هغه زیاته کړې، چې بېرته راستنېدونکي په افغانستان کې له بېوزلۍ، د لومړنیو خدمتونو له محدودیتونو او نورو جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړي ټینګار کړی، چې نړیوال مشران باید خپلې ژمنې یوازې په څرګندونو کې پرېنږدي، بلکې د مرستې او ملاتړ لپاره یې په عملي اقداماتو بدلې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه چارواکي د افغان نجونو د زدهکړو او د خپلو هیلو د تعقیب پر حق هم ټینګار کړی دی. هغه ویلي، افغان نجونې د تشو هیلو او خبرو غوښتنه نه کوي، بلکې داسې فرصتونو ته اړتیا لري چې وکولای شي خپلې موخې او ارمانونه پوره کړي.
افغان کارپوهان وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د ژوند د بیا پیل لپاره د کار زمینه او دوامدار اقتصادي ملاتړ ضروري دی. د هغوی په باور، یوازې لنډمهاله مرستې د دغو کورنیو بنسټیزې ستونزې نه شي هوارولی او د اوږدمهاله ملاتړ لپاره باید روښانه پروګرامونه رامنځته شي.
د اسلامي امارت چارواکو هم د راستنېدونکو لپاره د کار او زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو، د بشري مرستو پر دوام او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.